په هرات کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي ودې په برخه کې درې ورځنۍ علمي برنامه پیل شوه
د دندو د لایحې، پلان او راپور ورکولو، د ټولنیزې ونډې د پیاوړتیا، د والدینو او ښوونکو د ټولنو د رول، د ښوونیز کیفیت ښهوالي او د مسوولیتپذیرۍ کچې لوړولو په موخه، د هرات، فراه، نیمروز، بادغیس او غور ولایتونو د پوهنې آمرینو او د ښوونکو د مسلکي پراختیا عمومي مدیرانو ته درې ورځنی علمي برنامه، د هرات ولایت د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې پیل شوه.
د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اولګل ایوبي د یادې برنامې د موخو او اهمیت په اړه خبرې وکړې او د ښوونې او روزنې او د ښوونکو د مسلکي پراختیا مسوولینو رول یې د ښوونیز نظام د کیفیت په لاښهوالي کې مهم وباله.
د یادونې وړ ده، چې دغه روزنیز پروګرام د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست له لوري د درېیو ورځو په موده کې پر مخ وړل کېږي.
