په هرات ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره د وړتیا لوړولو ورکشاپ پرانیستل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۲:۴۷
123

د هرات ولایت پوهنې ریاست د ساینس مرکز د کنفرانسونو په تالار کې د یاد ولایت د ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۸۳ تنو غړو لپاره د اغېزمنې زده‌کړې او پوهې ترویج په موخه د وړتیا لوړولو درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ په لومړۍ ورځ، د پوهنې ریاست چارواکو د داسې ورکشاپونو جوړولو په اهمیت او اړتیا ټینګار وکړ او دغه ډول پروګرامونه یې د ولسوالیو پوهنې آمریتونو د علمي غړو د وړتیا لوړولو لپاره ګټور او اغېزمن وبلل.

په ورته وخت کې، د هرات پوهنې ریاست د ښوونکو د مسلکي پراختیا آمر د دغه شان پروګرام د اهدافو او محتوا په اړه خبرې وکړې او د پوهنې کارکوونکو د پیاوړتیا په برخه کې یې د داسې ورکشاپونو رول مهم او رغنده وباله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS