په هلمند ولایت کې د ۵۲ تنو راستنو شویو زده‌کوونکو تعلیمي کچه وارزول شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۱۰
56156

د هلمند ولایت پوهنې ریاست، د ۵۲ تنو هغو ماشومانو څخه، چې له کډوالۍ وروسته خپل ولایت ته راستانه شوي دي، د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د مسوولینو په وینا، یاد زده‌کوونکي به د ازموینې له بشپړولو وروسته، د هغوی تعلیمي سویې ته په کتلو د اړوندو ښوونځیو په اووم تر یوولسم ټولګیو کې شامل شي.
د هلمند ولایت پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، د دغې ازموینې موخه د راستنو شویو زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړو زمینه برابرول او د هغوی د تعلیمي کلونو له ضایع کېدو څخه مخنیوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS