په پنجشېر ولايت کې دوه بابه مدارس تاسیس شول
د پنجشېر ولایت د والي الحاج حافظ محمد آغا حکیم او پوهنې رئیس مفتي حبیب الله نوري قتاده، د سیمه ییزو ادارو مسئولینو او یو شمېر علماوو په حضور کې د پریان ولسوالۍ اړوند په کرپیتاب کلي کې د خلفای راشدین مدرسه او د خالد بن ولید(رضی الله عنه) دارالحفاظ تاسیس او د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شول.
ويناوالو د ټولنې په اصلاح او د هېواد په پرمختګ کې د مدارسو او ښوونځيو پر اهمیت خبرې وکړې او له خلکو يې وغوښتل، چې خپل ماشومان ښوونیزو بنسټونو ته واستوي.