په څو ولایتونو کې د زده‌کوونکو د پوهې کچې ارزونه کېږي

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۱۷
545

د ښوونځیو تعلیمي دورو د ختم ارزونه، د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست له مهمو دندو څخه ده.
په همدې اساس، د یاد ریاست علمي غړي د ترتیب شوي پلان له مخې د هېواد شپږو ګرمو ولایتونو ته استول شوي دي، چې پکې کندهار، هلمند، فراه، نیمروز، ننګرهار او لغمان شامل دي.
د یاد سفر موخه دا ده چې د زده‌کوونکو د زده‌کړې کچه په اسلامي زده‌کړو، ساینس، ریاضي او ژبو مضمونونوکې و ارزوي.
د پلان له مخې به د پورته ذکر شویو ولایتونو له ښوونځيو څخه ۲۲۰۰ تنه د شپږم ټولګي زده‌کوونکي او ۲۲۰۰ تنه د نهم ټولګي زده‌کوونکي د نمونې په ډول وټاکل شي او ارزونه به یې ترسره شي.
همدارنګه د زده‌کړې پر بهیر د اغېزمنو عواملو د څېړنې په موخه به د ښوونځيو له ۱۰۰ تنو مدیرانو، ۴۰۰ تنو ښوونکو او ۴۰۰ تنو زده‌کوونکو سره علمي او هدفمندې مرکې ترسره شي، ترڅو اړین معلومات راټول او د پوهنیز نظام د کیفیت لاښه والي لپاره تحلیل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS