په کابل ښار کې د ښوونځیو د سپورټي لوبډلو ترمنځ د منډې وهلو سیالۍ ترسره شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۷
465

د زمري د ۲۴مې ورځې (د افغانستان اسلامي ا.مارت د بریا په مناسبت) د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدنی روزنې آمریت پروګرام له مخې، د کابل ښار د ۲۰ بابه لېسو د ۲۰۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سپورټ ( منډې وهلو) سیالۍ ترسره شوې.

یادې سیالۍ چې واټن یې شاوخوا ۵ کیلومتره ( له دارالامان ماڼۍ څخه تر حبیبیې عالي لېسې پورې ټاکل شوی و.) په پایله کې یې د عبدالعلي مستغني عالي لېسې څخه احمد بلاح وکولی شول چې لومړی مقام وګټي او د ذبېح الله شهید عالي لېسې څخه آرین او شفق الله او د شمس المشایخ عالي لېسې څخه مدثر په ترتیب سره له دویم څخه تر څلورم مقامونه ترلاسه کړل.

د سیالۍ ګټونکي زده‌کوونکي د پوهنې وزارت د چارواکو لخوا د سپورټي کپونو او ډالیو په ورکولو سره وستایل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS