په کابل ښار کې له درې بابه ښوونځیو سره د تخنیکي، اداري او درسي موادو مرسته وشوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۱:۲۵
2514514

د پوهنې مینه والو، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د محمد اسماعیل حسن‌زي، درخانۍ او استاد قایم خان ښوونځیو سره د ۸۱۷۰۰ افغانیو په لګښت اداري او درسي مواد چمتو کړل.
په دې مرسته کې د محمد اسماعیل حسن‌زي عالي لېسې د لمریزې برېښنا سیسټم فعالول، یو پایه کمپیوټر سره له پرنټر، یو سېټ کوچ، اداري مېزونه، د استاد قایم خان لومړني ښوونځي د ټولګیو لپاره ۱۷ سپینې تختې او د درخانۍ ښځینه‌وو ښوونځي لپاره د کمپیوټر او نورو اړینو تجهیزاتو پېرودل شامل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې له ۴۰۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د تخار ولایت پوهنې ریاست، د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۴۰۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند په کتب‌خېل لیسه کې د زده‌کوونکو ۱۳۵ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې.
یاد مېزونه او څوکۍ د پوهنیزنظام د یو تن خواخوږي عبدالله مهمند په شخصي لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ په غوروچي سیمه کې د حضرت ابوبکر صدیق «رضي الله عنه» دارالحفاظ د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار له لوري کېښودل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS