په کاپیسا ولایت کې د خلکو په مرسته د یو مېلیون او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یو ښوونځي ودانۍ ورغول شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۹:۸
kj

د پوهنې چارواکي وايي، د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ یو تن علم دوسته شخصیت محمد هارون نظري، د يادې ولسوالۍ په پچغان کلي کې د خالد بن وليد لومړني ښوونځي ودانۍ ورغوله.
دغه ښوونځی د ۵ درسي ټولګيو، یوې اداری خونې او نورو اساسي اړتیاوو په لرلو سره جوړ شوی دی.
د پرانیستې په مراسمو کې د کاپيسا ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني، سیمه ییزو مسئولينو، علماوو، د خلکو استازو او قومي مخورو برخه اخيستې وه.
د پوهنې وزارت رهبري د ياد ښوونځي د جوړېدو په برخه کې د نجراب ولسوالۍ د دغه علم پرورو هېوادوال له مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۴۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د خدماتو ریاست لپاره ۱۴۰ قلمه وسایلو او تجهیزاتو تهیه کولو او پېرودلو پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ښوونیزو پایلو آرشیف کولو لپاره د ۲۰۰ پایو فلزي الماریو تهیه کولو او پېرودلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۵۹
Background image

فاریاب ولایت کې د ۱۶ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ اړوند د جوق‌ها لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د جوړولو پروژه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د ۱۶.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وه،. . .

BACK TO NEWS