په کندز ولایت کې د دیني مدارسو مدیرانو او مسوولینو لپاره څلور ورځنۍ روزنیزه ناسته پیل شوه
د کندز ولایت د یو شمېر دیني مدارسو آمرینو او مدیرانو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه څلور ورځنۍ علمي او روزنیزه ناسته، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې پیل شوه.
د دغه ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حزب الله مبشر، د یادې روزنیزې ناستې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د روزنیز پروګرام موضوعات په سمه توګه زده او د خپلو تعلیمي حوزو په کچه د هغو د عملي کولو لپاره هڅې وکړي، ترڅو د یاد ولایت د دیني ښوونې او روزنې په بهیر کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.
