په کندهار زون کې د مدرسینو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه سیمینار جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۵
sdfh

د پوهنې وزارت له لوري د کندهار زون مدارسو د مدرسینو مسلکي وړتیا لوړولو لپاره ۶ ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.

په یاد سیمینار کې د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي او پوهنې رئیس سربېره یو شمېر چارواکو او د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو استاذانو ګډون درلود.

د سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د کندهار ولایت پوهنې محترم رئیس وویل:"مدارس د یو ملت د معنوي ودې بنسټونه دي. موږ باید نه یوازې د هغوی کمیت ته، بلکې د هغوی کیفیت ته هم ځانګړی پام وکړو. مدرسین باید خپل مسلکي مهارتونه او د تدریس طریقې لاپسې پیاوړې کړي، ترڅو طلاب په دیني او عصري علومو دواړو برخو کې عالي شخصیتونه شي."

همدارنګه د پوهنې وزارت د دارالعلومونو محترم رئیس د مدرسینو رول او مسئولیتونه تشرېح او هغوی ته یې مهمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ چې دغه ډول سیمینارونه باید دوام ومومي، ترڅو د تدریس کیفیت پر ښه کولو سربېره، د مدرسینو علمي کچه هم لوړه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د درخان منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ اړوند درخان منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ته د ۳۷۰ تنو کډوالو ماشومانو جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست اووم، اتم او نهمو ټولګیو ته د شاملېدو په موخه له ۳۷۰ تنه راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

په زابل ولایت کې د څه باندې نیم میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د ګلزار کلي د ګلزار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۱.۵ جریبه ځمکه کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا؛ دغه. . .

BACK TO NEWS