په زابل ولایت کې د څه باندې نیم میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړېږي

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۱
awer

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د ګلزار کلي د ګلزار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۱.۵ جریبه ځمکه کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا؛ دغه ودانۍ د سیمې د خلکو په ۵۵۰ زره افغانیو مالي ملاتړ جوړېږي، چې پنځه درسي خونې او یوه اداري خونه به ولري.
د یاد ښوونځي په بشپړېدو سره به شاوخوا ۳۰۰ تنه زده‌کوونکو ته مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۳۵
Background image

پکتیکا ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو سرښوونکو لپاره مسلکي غونډه ترسره شوه

د پکتیکا ولایت جاني‌خېل ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو۱۵ تنو سرښوونکو لپاره پنځه ورځنۍ مسلکي غونډه ترسره شوه، چې موخه یې د سرښوونکو روزنه او د هغوی د کاري وړتیاوو لوړول دي.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځيو۸۹ تنو ښوونکو او آمرینو لپاره روزنیزه غونډه جوړه شوه

د بامیان ولایت مرکز اړوند ۸۹ تنو ښوونکو او د ښوونځیو آمرینو لپاره "د اغېزمنې ښوونې او زده کړې ترویج" تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیا لوړونې روزنیزه غونډه پرانیستل شوه.
 په دغه درې ورځنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۳
Background image

د روان لمریز کال په تېرو څلورو میاشتو کې د لوګر ولایت له پوهنې سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته شوې 

د لوګر ولایت علم‌پالو اوسېدونکو د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د یاد ولایت له پوهنیز بهیر سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې، چې په لاندې برخو کې لګول شوې دي:
د یوې. . .

BACK TO NEWS