د روان لمریز کال په تېرو څلورو میاشتو کې د لوګر ولایت له پوهنې سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته شوې 

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۳
65165

د لوګر ولایت علم‌پالو اوسېدونکو د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د یاد ولایت له پوهنیز بهیر سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې، چې په لاندې برخو کې لګول شوې دي:
د یوې دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې، د یوه ښوونځي لپاره مجهزه ودانۍ جوړه شوې، د ۱۳ بابه ښوونځیو لپاره د ۲ څخه تر ۶ پخو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې، په ۷ ښوونځیو کې د کمپیوټر د عملي زده‌کړو مجهزې څانګې رامنځته او فعالې شوې، د یوه ښوونځي د ودانولو لپاره درې جریبه ځمکه وقف شوې، په ۴ دیني مدارسو او ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونه نصب او فعال شوي، د ژورو څاه‌ګانو په کیندلو سره ۵ بابه ښوونځیو ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې، د دوو ښوونځیو لپاره سیوري جوړ شوي او له دې سربېره، د دیني مدارسو او ښوونځیو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره په نورو بېلابېلو برخو کې هم اړینې مرستې ترسره شوې دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه له ټولو هېوادوالو، په ځانګړې توګه د یاد ولایت له علم‌پروره اوسېدونکو څخه د پوهنیز نظام د مادي او معنوي ملاتړ له امله د زړه له کومې مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې غونډه پیل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونیز کیفیت لوړولو او د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا په موخه، د ښار د بېلابېلو ښوونځیو د ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنۍ غونډه پیل کړه.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۳۵
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري ۲۰۰ پایې مېزونو او څوکۍ ترمیم شوې

د هرات ولایت پوهنې ریاست، د ښوونځیو د اړتیاوو یوې برخې پوره کولو په موخه، د هغو زړو مېزونو او څوکیو د ترمیم برنامه پیل کړې، کوم چې له کلونو راهیسې د یاد ولایت د یو شمېر ښوونځیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۳۵
Background image

پکتیکا ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو سرښوونکو لپاره مسلکي غونډه ترسره شوه

د پکتیکا ولایت جاني‌خېل ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو۱۵ تنو سرښوونکو لپاره پنځه ورځنۍ مسلکي غونډه ترسره شوه، چې موخه یې د سرښوونکو روزنه او د هغوی د کاري وړتیاوو لوړول دي.

BACK TO NEWS