په کندوز کې ښوونځي ته یو جریب ځمکه ډالۍ شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۱
asda

د کندوز ولایت د قلعه‌ذال ولسوالۍ پوهنې مینه‌والو د یادې ولسوالۍ اړوند «جنګل» لومړني ښوونځي ته شاوخوا یو جریب ځمکه وقف کړې، چې څه د پاسه۴۰۰ زره افغانۍ ارزښت لري.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل‌جان راشد، د سیمې د اوسېدونکو د دغه نېک او ارزښتناک اقدام د ستاینې ترڅنګ، د پوهنې د ودې او پراختیا په برخه کې د خلکو ملاتړ او همکاري مهمه او اساسي وبلله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۸
Background image

په پکتیا کې یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د پکتیا ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي په یوه غونډه کې وویل، چې د دغه ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په پخري منځني ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS