پوهنې وزیر له خبرورلو پرته د یاد وزارت د بشري سرچینو ریاست له مراجعینو سره وکتل.
پوهنې وزارت_کابل: د هیواد پوهنې وزیر ډاکترمحمد میرویس بلخي له مخکې خبر ورکولو پرته د یاد وزارت د بشري سرچینو ریاست ته لاړ او د مراجعینو په مینځ کې حاضر شو.
د دې لیدنې موخه، د یادې ساحې د مراجعینو حالت ته د ډکتربلخي لاس رسۍ، د حساب ورکونې سیستم چک کول، او د نومړي ریاست د کارکوونکو له خوا د مراجعینو سره د دوی حالت معلومول وه.
پوهنې وزیرپه دې موضوع ټینګار وکړ چه پوهنې وزارت د خلکو د یوې ادارې په توګه دا باید تل خلکو او په ځانګړي توګه مراجعینو ته د ستاینې وړ وي.
ډاکتربلخي په دې لیده کې له یو شمیر مراجعینو سره ځان ځان ته خبرې وکړې، او د بشري سرچینو دریاست کارمندانو ته يې د مراجعینو د کارونو ښه ترسره کولو لپاره اړینې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړده چې پوهنې وزیر لا دمخه د پوهنې وزارت له یوشمیر نورو ریاستونو څخه هم پرته له خبر ورکولو څخه لیدنې کړې لکه د شهادتونو ریاست څخه لیدنه.
