پکتیا ولايت کې یوه ښوونځي سره څوکۍ او ميزونه مرسته شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۴:۴۲
پکتیا ولايت کې یوه ښوونځي سره څوکۍ او ميزونه مرسته شول

پوهنې وزارت، پکتیا: د اریوب خیریه بنسټ له لوري د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند د عبدالقدیر ځاځي نجونو لېسې سره، د زرګونه افغانیو په ارزښت (۱۸۰) پایې میزونه او څوکۍ مرسته شوې.

د پکتیا ولایت پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي د یاد خیریه بنسټ د مرستې او هر اړخېزې همکارۍ په اړه وویل: موږ له هر هغه چا څخه مننه کوو، چې د پوهنې د پرمختګ لپاره له پوهنې وزارت او ولایتي ریاستونو سره مرسته او ګډ کار کوي کوي.

نوموړي د پکتیا ولایت پر ملي سوداګرو، خیریه بنسټونو او قومونو غږ وکړ، چې دوی هم باید د اریوب خیریه بنسټ په څېر د پوهنې په برخه کې مرسته وکړي او د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي لپاره موږ سره، ګډ کار و کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۵:۵
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي جوړولو له چارو څارنه وشوه 

د غور ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي غلام محمد کاظم او د یاد ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس محترم انجنیر میر احمد مصمم د فیروزکوه ښار اړوند سیداباد ښوونځي له رغنیزو چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د کندهار زون د محترمو علما‌‌ءکرامو یو ورځنۍ ازموینې په اړه خبرتیا

د لوړو زده کړو وزارت د دیني درجو او تخصصاتو لوی ریاست په پام کې لري، د هغو محترمو علماءکرامو ازموینه چې په کندهار زون کې یې نوم‌لیکنه کړې ده، د شنبې ورځ، په۱۰/۵/۱۴۴۷ نېټه واخلي.
په همدې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له تعلیمي مرکزونو سره نږدې ۱۲ مېلیونه افغانۍ مرسته شوې

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست ویلي چې، د ۱۴۰۴ لمریز کال د تلې په میاشت کې، د یاد ولایت اوسېدونکو په ټولیزه توګه ۱۱ مېلیونه ۸۷۵ زره ۵۵۰ افغانۍ تعلیمي ادارو ته ورکړې دي، چې په کې د دوه. . .

BACK TO NEWS