پکتیا ولایت کې د سیرت النبي « صلی الله علیه وسلم » سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د ځانګړې کړنلارې له مخې د مرکز ګردیز ښار اړوند د ۱۸ بابه مدارسو د ۴۳۰تنو طلابو ترمنځ د سیرت النبي «صلی الله علیه وسلم » سیالۍ پیل شوې.
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو د ټولنې په اصلاح کې د ديني ارشاداتو اهميت او رول ته اشاره وکړه او ويې ويل: دا ډول کړنې د اسلامي ارزښتونو په پاللو او د هېواد د نويو نسلونو په روزلو کې مهم او د پام وړ رول لوبوي.
د یادونې وړ ده هغه کسان چې په همدغو ازموینو کې لوړې نومرې ترلاسه کړي، په ستاینلیکونو او ډاليو سره به وویاړل شي.