پکتیا ولایت کې پوهنې ته څه د پاسه ۲ جرېبه ځمکه وقف شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۲:۴۱
FSADF

د تعلیمي چاپېریال لاپراختیا په موخه، د پکتیا ولایت مرکز اړوندو اوسېدونکو لخوا، په ګردیز ښار کې د ابراهیم خېلو عالي لېسې ته ۲.۶ جرېبه ځمکه وقف شوه او د هغې اسناد په رسمي ډول د یاد ولایت پوهنې ریاست ته وسپارل شول.

د پوهنې وزارت مشرتابه، د ښوونیز نظام لاپیاوړتیا برخه کې د هېواد والو په ځانګړې توګه د پکتیا ولایت د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ ستاینه کوي او د تعلیمي مرکزونو له مسئولینو او زده‌کوونکو غواړي، تر څو د عامه شتمنیو ساتلو او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ په غوروچي سیمه کې د حضرت ابوبکر صدیق «رضي الله عنه» دارالحفاظ د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار له لوري کېښودل شوه.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۶
Background image

په فراه ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د فراه ولایت پوهنې ریاست د هېواد بچیانو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو م/جاهدینو څخه چې د زده‌کړو له بهیر څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۲:۰
Background image

د لوګر ولایت له ۳۹ بابه ښوونځیو سره د تدریسي وسایلو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري، د لوګر ولایت له بیارغول شویو ۳۹ بابه ښوونځیو سره، د اداري او تدریسي وسایلو مرسته وشوه، کوم چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون ۸۰۰زره افغانیو ته رسېږي.
په یاده مرسته. . .

BACK TO NEWS