پکتیکا ولایت کې له پوهنیز نظام سره د خلکو مرستې دوام لري

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۴:۵۳
15

د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ یو تن علم پرور ملي سوداګر محمد شاهد افغان ژمنه وکړه، چې «د بي بي عایشه للبنات اناثیه مدرسې» لپاره به په خپل شخصي لګښت یوه نوې ودانۍ په اساسي ډول ورغوي.

په پلان کې ده، چې د مدرسې دغه نوې ودانۍ به ۸ درسي خونې له نورو اړینو ملحقاتو سره ولري، چې ټولیز لګښت یې ۲۵ زره ډالر اټکل شوی دی.

یاد ملي سوداګر په تېر کې هم د پکتیکا ولایت له پوهنې ریاست سره په بېلابېلو برخو کې مالي مرستې کړې دي.

د يادونې ده، چې اوسمهال په دغه مدرسه کې ٣٩٨ تنې نجونې په ديني زده کړو بوختې دي.

په ورته مهال د پکتیکا ولایت له سروبي ولسوالۍ څخه یو بل خبر دادی چې:

د پوهنې مسئولینو او د سیمه ییزو خلکو په مالي مرسته د یادې ولسوالۍ د زامي لېسې لپاره د ۲۰ زره افغانیو په ارزښت تخنیکي وسایل لکه کمپیوټر، پرنټر، د لمریزې برېښنا سیسټم او نور لوازم وپېرل شول.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پکتیکا ولایت علم پروره خلکو له مرستو مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS