پکتیکا کې د قراردادي ښوونکو د ګمارنې په موخه آزموینه واخیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۴:۵۰
پکتیکا کې د قراردادي ښوونکو د ګمارنې په موخه آزموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت_پکتیکا: د پکتیکا ولایت د بیلا بیلو ولسواليو ښوونځیو ته د قراردادی ښوونکو د ګمارلو په موخه د ۲۹ تنو کاندیدانو څخه د آزاد رقابت له لارې آزموینه واخیستل شوه.

هغه غونده، چې د نوموړې از موینې د اخیستلو په موخه د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه د پوهنې ریاست مرستیالانو، د نظارت آمر او د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو ګډون درلود.

په دغه آزموینه کې د نیمه لوړو او لوړو زده کړو فارغانو ګډون کړی وو، چې د یوې رڼې پروسې په پایله کې به ۲۹ تنه د تدریسي رشتې مطابق وړ او مسلکي کسان د قراردادي ښوونکو په توګه د یاد ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو په ښوونځیو کې پر دندو وګمارل شي.

د پکتیکا د پوهنې ریاست مرستیالانو هر یو صالح محمد ظفر او عبدالرحیم اسحاق زوی د آزموینې ګډونوالو ته د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د یو تن حق به هم نه تلف کېږي.

دیاد ونۍ وړ ده، چې دروان کال له شروع تر اوسه پورې په نوموړي ریاست کې د آزادې سیالۍ له لارې یو شمیر ښوونکي په دندوګمارل شویدي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS