پکتیکا کې د یوې دیني مدرسې د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې
د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د قومي مشرانو او مهتممانو په مالي ملاتړ د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې مدرسې د ودانۍ له ترمیم او بیارغونې سره به زدهکوونکو ته مناسب ښوونیز او روزنیز چاپېریال برابر شي.
