ځاځي آریوب کې یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۳ - ۹:۲۲
ځاځي آریوب کې یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

پوهنې وزارت ـ پکتیا: د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ د هاشم خیل نجونو ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د یو لړمراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
 د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچی ځاځي وایي، یاده ودانۍ به په دوو پوړنو کې په پاخه او اساسي ډول د پوهنې وزارت له پرمختیایي بودیجې څخه د شاوخوا دولس نیم میلیونه افغانیوپه  لګښت جوړیزي، چي۱۰ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، د احاطې دېوال او نورې اړوندې اسانتیاوې به ولري. 
د پوهنې رییس اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د پوهنې ریاست په دې لټه کې دی تر څو په متوازن ډول ددې سیمې ښوونیزې برخې ته پام وکړي او هڅې دادي، چې ټول ماشومان په ځانکړي ډول نجونې با کیفیته زده کړو ته لاسرسي ومومي. 
د پوهنې رییس دغه راز د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د ودانۍ د ساتلو ترڅنګ خپل اولادونه د یوې ښې راتلونکې لپاره ښوونځیو ته ولېږي.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS