کابل ولایت کې د ۱۹۰ زره افغانیو په لګښت د یو شمېر ښوونځیو تجهیزات او اړین ملحقات ورغول شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۳۱
hjkgh

د کابل ولایت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د خروټي منځني ښوونځي ۵۴۰ متره اوږد احاطوي دېوال، د ۱۳۰ زره افغانیو لګښت سره د سیمې د خلکو په همکارۍ جوړ شو.

د ورته اقدام په ترڅ کې، د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ اړوند د بویه زار ناصري عالي لېسې د کتابتون لپاره د ۶۰ زره افغانیو په لګښت، د یادې لېسې د اداري او تدریسي اسنادو د ساتنې په موخه څو پایې المارۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۳۳
Background image

فراه ولایت کې څه د پاسه ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت د یو ښوونځي بیارغونې چارې بشپړې شوې

د فراه ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو په وینا، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۵۹۱ زره ۶۲۹ افغانیو په لګښت، د یاد ولایت مرکز اړوند د کاریز سوخته ښوونځي بیارغونې چارې چې پخوا پیل شوې وې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۳۱
Background image

د کابل ښار ښوونځيو فوټسال لوبډلو ترمنځ د سیالیو پایلې اعلان شوې

څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست له لوري د خزاني ټورنمنټ په چوکاټ کې، د کابل ښار ښوونځيو د سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ په لاره واچول شوې، چې اوس یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۲۹
Background image

په میدان وردګ ولایت کې عامو ولسونو د ۳۵ زره افغانیو په لګښت له پوهنیز نظام سره مرسته کړې

د ميدان وردګ ولایت د پوهنې رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ولايت سيداباد ولسوالۍ اړوند د انخي، باغک او امام محمد (رحمه الله) ښوونځیو سره د ځايي خلکو له لوري د ٣٥زره افغانيو په اندازه. . .

BACK TO NEWS