کابل ولایت کې د ۳۲ زره ډالرو په لګښت یو شمېر ښوونځي بیارغول کېږي

د پوهنې وزارت خبر ورکوي، په پلان کې ده چې د یو خیریه بنسټ له لوري د ۳۲ زره ډالرو په لګښت، د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې د علیاء لېسې، د رحمت آباد او قشلاق منځنيو ښوونځيو او د سفلی لومړني ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شي. د مسئولينو په وينا، د يادو ښوونځيو په بیارغونې سره به زده کوونکو ته د زده کړو ډېرې آسانتياوې برابرې شي.