کونړ کې د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱/۲۱ - ۱۷:۲۲
کونړ کې د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

پوهنې وزارت، کونړ: د کونړ ولایت نرنګ ولسوالۍ کې د نرنګ د نجونو ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د نوموړي ولایت والي محمد اقبال سعید لخوا، د پوهنې رئیس مجیب الرحمن همدرد، د دولتي ادارو ګڼ شمیر چارواکو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو په شتون کې کيښوول شوه.

د یاد ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د بي بي خدېجې جمدر زماني په مالي مرسته د ۶۰زرو امریکایي ډالرو په لګښت د ۶ میاشتو په موده کې جوړیږي، چې۱۲ ټولګي، دوې اداري خونې، د څښاک د اوبو څاه او نورې اړوندې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري.

د کونړ والي محمد اقبال وویل: ښوونه او روزنه د بشري ټولنې د پرمختک اساس او بنسټ دی، له خلکو مې هیله دا ده چې له پوهنیز بهیر سره همکار او ملاتړ پاتې شي، څو په تخنیک، پوهنه او ټکنالوژۍ کې خپل ملت له نورو ملتونو سره د سیالۍ جوګه کړي.

نوموړي د زماني کورنۍ خیریه فعالیتونه د قدر وړ وګڼل او په نورو شتمنو هېوادوالو یې هم غږ وکړ چې د پوهنې، روغتیا او نورو بېلابېلو برخو کې د دې ولایت له خلکو سره همکاري وکړي.

همدارنګه د پوهنې رئیس مجیب الرحمان همدرد د پوهنې په برخه کې د میرمن زماني له مرستو او همکاریو مننه وکړه او د سیمې له مشرانو یې وغوښتل، چې د ښوونیزو مرکزونو ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د یوې ښیې راتلونکې لپاره خپل ماشومان ښوونځيو ته ولیږي.

همدا راز د زماني کورنۍ په استازیتوب خالد خان زماني غونډې ته وینا وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې کورنۍ به یې تل د خپلو خلکو په چوپړ کې وي .

د یادولو وړ ده، چې د نوې ودانۍ په جوړېدو او پرانېستو سره به د یادې سیمې سلګونو نجونو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS