د لوګر ۲۰ ښوونځي بیا رغول کېږي
پوهنې وزارت _ لوګر: په لوګر ولایت کې د نجونو او هلکانو د ۲۰ بیلا بیلو ښوونځیو د ودانیو د بیا رغاونې چارې د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې، چې د التمور په ښوونځي کې جوړه شوې وه د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، د پوهنې ښاري آمر خواجه سیف الرحمن مؤمن یار،د انجینرۍ د برخې مسوول انجینر سید عبدالوحید هاشمي، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.
یاد ښوونځي د پوهنې وزارت پر بودجې بیا رغول کېږي، چې پر بیا رغولو یې شاوخوا ۱۳،۱ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
د نوموړو ښوونځیو له ډلې څخه ۷ په مرکز پل علم، ۳ په محمدآغې، ۵ په بره کي برک، ۲ په خوښۍ، ۲ په څرخ او ۱ په ازرې ولسوالیو کې رغېږي.
د یادو ښوونځیو په بیا رغېدو سره د ۵ زره نجونو په ګډون د شاوخوا ۳۰ زره زده کوونکو هغه ستونزې، چې د ودانۍ د خرابېدو په برخه کې ورسره مخ دي حل شي.
د یادونې وړده،چې په لوګر کې تېر کال هم د نجونو او هلکانو ۲۱ بیلا بیل ښوونځي د پوهنې وزارت له خوا بیا رغول شوي دي.
