د زابل د عالي دارالمعلمین د ودانۍ د بنسټ ډبره کښېښودل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۸ - ۱۰:۶
د زابل د عالي دارالمعلمین د ودانۍ د بنسټ ډبره کښېښودل شوه

د پوهنې وزارت_زابل: دزابل ولایت د عالي دارالمعلمین د ودانۍ د بنسټ ډبره دنوموړی ولایت والي رحمت الله زیارمل او د پوهنې رییس نصرالله زاهد لخوا په داسي حال کې چې د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، د ولایتي شورا استازو قومي مشرانو دیني عالمانو او مدني فعالانو ګډون درلود کیښودل شوه .
په هغه غونډه کې چې د همدې امله جوړه شوی وه ، د زابل والي رحمت الله یارمل وویل: یاده ودانۍ به پاخه او اساسي ډول په دریو پوړنو کې د ۴۱،۹ میلیونه افغانۍ په لګښت چې د ښارجوړونې وزارت له لوري ورکول کیږي دیو کال په موده کې جوړیږی ، چې ۴۸ درسي او اداري خوني او نور ښوونیږ اسانتیاوي لري .
یارمل زیاته کړه چې دا ودانۍ پر یوه وخت د ۲۵۰۰ زده کوونکو د تدریس ظرفیت لري چې په جوړیدو سره به یې د دارالمعلمین زده کړیالانو ته د ښې زده کړې زمینه مساعده شي.
همدارنګه د پوهنې رییس نصرالله زاهد وویل: چې د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د زابل په کچه ۳۵ د ښوونځیو او زده کړییزو مرکزونو ودانۍ تر کار لاندې دي چې په جوړیدو سره به يې په دې برخه کې پرمختګ رامنځ ته شي، ده وویل له تیرو څو کلونو راهیسي د زابل په عالي دارالمعلیمن کې زده کوونکي په زده کړو بوخت وو خو کومې اسانتیاوي چې لازمې وې نه يې درلودې، خو ددې ودانۍ په جوړیدو سره به د خویندو او وروڼو دا ستونزه حل شي.
په ورته وخت د زابل د ولایتي شورا مرستیال اسدالله کاکړ وویل د زابل ولسونه ډیر خوشحاله دي چې نن د کلات ښار کې د عالي دارالمعلمين د ودانۍ د بنسټ ډبره ايښودل کیږي په دې سره به زابلیانو د ښوونکو د روزنې یوه معیاري مرکز ولري.
کاکړ زیاته کړه چې د دې او داسې نورو پروژو په پلي کولو کې د ولایت مقام او د پوهنې ریاست د مسؤلینو هڅې د ستاینې وړ دي او موږ به یې همکاره و اوسو.
د یادونې وړده چې د کلات ښار ترڅنګ په یوه شمېر ولسوالیو کې هم عالي دارالمعلمین خپلې څانګې لري چې هلته خپل تدریسي فعالیت کوي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS