په کونړ ولایت کې د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شول

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۵ - ۱۱:۴۰
په کونړ ولایت کې د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شول

د پوهنې وزارت_کونړ: د کونړ پوهنې ریاست له لوري د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شول.
د لاس مینځلو نړیوالې ورځي لمانځغونډه چي د کونړ ولایت پوهني ریاست اړوند د روغتیا مدیریت او یو نیسف موسسي په همکاری جوړه شوي وه ، د پوهني رئیس استاد مجیب الرحمان همدرد برسیره د عامي روغتیا اود کلیو د رغوني او پراختېا ریاستوتو مسوولینو ، ښوونکو او ګڼو زده کوونکو هم برخه لرل.
په پیل کې د کونړ پوهني ریاست رئیس استاد مجیب الرحمان همدرد د لاس مینځلو نړیوالې ورځي لمانځغونډه کي تر ډيره لاس مینځلو او حفظ الصحې پر مراعت ټینګار وکړ او له ټولو ګډونوال يې غوښتنه وکړه ترڅو د ژوند په ټولو پړاونو کي د حفظ الصحې مراعت ته توجه وکړي. نوموړي پر ټولو والدینو او د کورنۍ پر مشرانو ږغ وکړ چي که غواړی اولادونه او د کورنی نور اعضا مو روغ صحت ولري نو باید هغوی پرلاس مینځلو عادت کړی ترڅو د هر ډول ناروغیو په وړاندي وقایه شوی وي او د سالمي روغتیا څخه برخمن شوي وي .
د غونډې په پای کې لاس مينځل په عملي ډول د غونډې د مشرانو له خوا ګډونوالو ته وښودل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS