د پکتیا ولایت د عالي دارالمعلمین څخه ۹۷ تنه نجونې فارغې شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۰:۳۵
د پکتیا ولایت د عالي دارالمعلمین څخه ۹۷ تنه نجونې فارغې شوې

د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت له عالي دارالمعلمین څخه ۹۷ تنه نجونې فارغې شوې، په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي په خبرو کې وویل چې نوموړی تل په دې هڅه کې دی تر څو د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزې حل شي.
نوموړي وویل:زما هڅه همدا ده تر څو مونږ په ټولو ښوونځیو کې رسمي ښوونکي ولرو، دا دی له نېکه مرغه زمونږ ۹۷ تنه زده کوونکې له ۱۴م ټولګي فارغې شوې، چې دا به د ښځینه ښوونکو د کمښت ستونزه تر یوې کچې راکمه کړي.
د پکتیا ولایت د عالي دارالمعلین رئیس فضل الرحمن طارق وویل چې مونږ هر وخت ددوی له زده کړیز چاپیریال څخه څارنه کړې ده او تل مونږ ورته غوره امکانات برابر کړي دي.
د یادولو وړ ده چې د نجونو د زده کړو یاد پروګرام د یونیسیف ادارې په مالي لګښت ترسره شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS