په لغمان کې د دریو ښوونځيو نوې ودانۍ پرانېستل شوي

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۱ - ۱۳:۳۷
په لغمان کې د دریو ښوونځيو نوې ودانۍ پرانېستل شوي

د پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان په مرکز او الیشنګ ولسوالۍ کې دڅه کم ۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت درې پېش ساخت ښوونځي له جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړشوي و، د لغمان والي ښاغلي محمداصف ننګ سربېره د ښارجوړنې او ځمکوالي ریاست د تصدۍ ریس همایون فیض، د پوهنې رییس عبدالله حمیدی، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومی مشرانو او مخورو برخه درلوده.
په پیل کې د ښارجوړونې او ځمکوالۍ ریس وفیع الله اسحازوی وویل چې د لومړي ځل لپاره په لغمان کې د قطعات پیش ساخت یا له وړاندې جوړ شوي ښوونځي د څه کم دوه شپېته میلونه افغانیو په ارزښت چې د افغانستان انکشافي بودیجي څخه ورکول شوي، درې ښوونځي چې یو یې د وطن ګټو په سیمه کې په یوپوړ کې ، د الیشنګ قلعټک دوه پوړه او مرکز علي خیلو په سیموکې یو پوړ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
هغه وایي، په دغو دري واړو ښوونځیو کې ټولې هغه اړتیاوې چې د اوسني عصر غوښتنه ده په پام کې نیول شوي او د نهو میاشتو په موده کې یې د ساختمان چارې بشپړې شوې.
د لغمان د پوهنې رئیس عبدالله حمیدي له لوري له ولایتي ادارې څخه مننه وشوه چې تل یې د زده کوونکو دسرپناه د ستونزې په حل کې هر اړخیزې مرستې ترسره کړي دي.
هغه وایي، دغه ډول ودانیو سره د دوې تدریسي چارې خورا چټکې او تر ډیره د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې حل شوي وي.
دغه راز د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ دیادوو ښوونځيو دګټې اخیستنې په مراسموکې دا یو نیک اقدام وباله وویل : لومړی باید ټولنه له زده کړو برخمنه شي او وروسته بیا اصلاحات خپله رامنځ ته کېږي.
نوموړي په خپلو خبروکې له ولسونو وغوښتل چې خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي ، ترڅو راتلوونکي ټولنه له شته بدبختیو وژغول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS