د کندوز په ولایت کې د ۵،۴ میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت ځلورو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي
د پوهنې وزارت_کندوز: د کندوز په ولایت کې د ۴ ښوونځيو د نویو ودانیو د جوړېدو چارې د یاد ولایت د والی عبدالجبار نعیمی ، پوهنې رییس نجیبالله ثاقب، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو ، قومي مشرانو او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون پیل شوې.
ښاغلي نعیمي د یادو ښوونځيو د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې ټینګار وکړ، چې ددې ولایت ټولو زده کوونکو ته به د باکیفیته او متوازنو زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.
د کندوز والي د خپلو خبرو په ترڅ کې د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې او له اوسني حالته یې د افغان ولس د ژغورنې یوازینۍ لاره علم او پوهه وبلله. ښاغلي نعیمی د ښوونیزو مرکزونو په ساتلو کې ولسونه همکارۍ ته را وبلل او ژمنه یې وکړه، چې ددې ولایت په تعلیمي نظام کې شته ستونزو ته به رسېدنه کوي او زده کوونکو ته به لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
د کندوز د پوهنې رییس نجیب الله ثاقب وايي د یادو ښوونځيو نوې ودانۍ د المان هیواد په مالی مرسته د ۵،۴ میلیونه امریکایی ډالرو په لګښت په ددوو پوړنو کې جوړېږي، چې هره ودانۍ به معیاري ښوونيز ټولګي، مجهزې کمپيوټر خونې ، لابراتور، د څښاک اوبو معیاري څاګانې، مبرزونه، ورزشي ډګرونو او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري.
د کندوز د پوهنې رییس په یاد ولایت کې د زده کوونکو لپاره د مناسبت درسي چاپېریال نشتون لویه ستونزه یاده کړه او د المان هیواد څخه د مننې ترڅنګ یې له نورو ورته ادارو وغوښتل، چې د ښوونځیو لپاره د ودانیو په جوړولو کې له دوي سره مرسته وکړي.
