د ننګرهار دهډې فارم کمپ لېسه کې زده کوونکي عامه کتابتون جوړوي

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۶:۳
د ننګرهار دهډې فارم کمپ لېسه کې زده کوونکي عامه کتابتون جوړوي

د پوهنې وزارت ننګرهار: په هغه ِغونډه کې چې د بهسود ولسوالي د هډي فارم کمپ لېسي د دولسم ټولګیو دفارغه شویو زده کوونکو په ویاړ جوړه شوي وه، د یادې لېسې زده کوونکو او ادارې په دې ښوونځي کې د یو عامه کتابتون جوړولو تابیا وکړه.

د ننګرهار د پوهنې ریس حسیب الله شینواري د هډې کمپ سیمې له ولسي شورا او خلکو مننه وکړه چې تل یې د دې لېسې سره مرسته کړې، هغه وویل پدې لېسه کې د لېسې د مدیر په نوښت او د ولسونو او پوهنپالو په مالي ملاتړ جوړې شوې خامې کوټې ورته د درې پوړیزي ودانی څخه ډیر ارزښت لري، چې د پردیو په پیسو جوړیږي، موږ باید له لږو امکاناتو ډیره ګټه واخلو او په خپلو مټو خپل وطن اباد کړو.

پوهنې ریس د زده کوونکو ستاینه وکړه، چې په خپل ښوونځي کې د یو عامه کتابتون د جوړیدو تابیا یې کړې او ژمنه یې وکړه چې ژر به د کتابتون لپاره نور تجهیزات ورته اماده کړي، پوهنې ریس د لېسې د امر مولوی عبدالبصیر حقاني د هغه کړنو ستاینه وکړه، چې له امله یې د دې لېسې د زده کوونکو ډیری ستونزې حل شوي.

د هډې فارم کمپ لېسې زده کوونکو تر دا مهاله د کتابتون لپاره لسګونه کتابونه راغوڼډ کړي او د زده کوونکو په وینا چې دا کمپاین به دوامداره ترسره کوي.

سږ کال د هډې فارم کمپ لېسې څخه ۵۰ تنه نجونې او ۵۳ تنه هلکان له دولسم ټولګي فارغ شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت له ښوونځيو سره ۷۰۰ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د ۴ میلیونه ۵۴ زره او ۴۰۰ افغانیو په ټولیز ارزښت ۷۰۰ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه.
د پوهنې مسوولینو د همکارو بنسټونو له مادي ملاتړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیکا ولایت کې د دیني مدارسو له طلابو سره د جامو مرسته وشوه

د پکتیکا ولایت د ۱۹بابه دیني مدارسو له ۱۵۰۰ تنو طلابو سره د یوې خیریه ادارې له لوري د جامو مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو مرستندویه کڅوړو ټولیز ارزښت شاوخوا ۴. . .

BACK TO NEWS