په میدان وردګ کې د زده کوونکو تر منځ د نبوي سیرت سیالۍ ترسره شوي

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۱۹:۳۰
په میدان وردګ کې د زده کوونکو تر منځ د نبوي سیرت سیالۍ ترسره شوي

د پوهنې وزارت، میدان وردګ: د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست په نوښت د یاد ولایت دمرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۶۵۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د نبوی سیرت سیالۍ ترسره شوي.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د میدان وردګو ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه دیاد ولایت د والي عبدالرحمن طارق سربیره د پوهنې رئیس محمد اقا، د دولتي ادارو رئیسانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او یوشمیر زده کوونکو ګډون کړی وه.

یاده سیالۍ د ۶۵۰ تنو زده کوونکو ترمنځ تر سره شوي چې د سیالۍ په پایله کې عبدالوهاب د خان وزیر زوي لمړي مقام ۲۲ نجونې او څلویښت هلکان پکې ممتاز وپېژندل شول.

د میدان وردګو والی عبدالرحمن طارق د پوهنې ریاست د مشرتابه نه د مننې تر ځنګ د زده کوونکو تر منځ همدارنګه سیالیو ترسره کول د زده کوونکو د علمي سطحي په لوړه ولو کې مهم او اغیزناکه وبلل.

ښاغلي طارق د میدان وردګو دټولو خلکو نه وغوښتل چې په خپلو اولادونه زده کړي وکړي، تر څو د غوره علمي شتمني برخوال شي.

د یاد ولایت د پوهنې رئيس د زده کوونکو ترمنځ د سیالیو جوړول د هغوې د ذهني ودې لپاره خورا ګټور وبلل او یادونه یې وکړه، چې د دغو سیالیو لړۍ به د میدان وردګو نورو ښوونځيو ته هم وغځوي.

د هغه په وینا له دې کار سره به له یو لوري تکړه زده کوونکو تشویق او له بل لوري به ټول زده کوونکي وهڅول شي، چې په خپلو درسونو کې کوښښ وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دغه سیالۍ کې ممتاز زده کوونکي د کمپيوټر، موبایلونو، کتابونو او ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS