د پکتیا ولایت پوهنې ریاست کې د (HRMIS) سیسټم پرانېسته وشوه
پوهنې وزارت، پکتیا: د جلالتمآب ولسمشرمحمد اشرف غني د لارښوونې سره سم ، ملکي کارمندانو لپاره د بشري سرچینو د مدیریت د منظم سیسټم د جوړولو په موخه، د لومړي ځل لپاره د پکتیا پوهنې ریاست کې د بشري سرچینو مدیریت د معلوماتو سیسټم د يوې غونډې په ترڅ کې د پوهنې رئيس کوچي ځاځي، د ياد ولايت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون رئيس،د پوهنې رياست مرستيالانو او کارکوونکو په ګډون پرانستل شو.
د پوهنې رئیس کوچي ځاځي وویل: د خوښۍ ځای دی، چې زموږ دارې ورځ تر بلې ډیجیټلي کیږي او له دې سره زموږ په چارو کې آسانتیا، روڼتیا او سرعت را مينځته کیږي.
د یاد سیستم پرانیستلو سره به له دې وروسته د بشري سرچینو د برخې فعالیتونه، لکه: استخدام یا ګمارل، تشکیلات، سوانح او د تشکیلاتو احصایې همداشان د معاشونو حواله کېدل او د معاش په حواله کې دقیق نظارت کول او داسې نور به د دې سیسټم په واسطه مخته ځي او کارونه به یې له دقت او سرعت څخه برخمن وي.
