بدخشان ولايت کې د پوهنې او فرهنګ سکتور ترمينځ غونډه جوړه شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۹:۲۴
بدخشان ولايت کې د پوهنې او فرهنګ سکتور ترمينځ غونډه جوړه شوه

پوهنې وزارت، بدخشان: د بدخشان ولایت پوهنې ریاست د ښووني او روزنې سکتوري غونډه د یاد ولایت د پوهنې رئيس ډاکټر روح الله محقق په مشرۍ د یاد ریاست د غونډو تالار کې جوړه شوه او د اړوندو څانګو پر بیلا بیلو موضوعاتو بحث او خبرې اترې وشوې.

په یاده غونډه کې، ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو لپاره د مرستې راټولول، د ۱۴۰۰ کال د همکارو موسسو د لومړیو شپږو میاشتو راپور وړاندې کول، د پوهنې ریاست سره د همکارو موسسو د پلان شریکول او نورو اړوندو مسایلو باندې خبرې وشوې.

د پوهنې رئيس د پوهنې او کلتور سکتوري ناسته خورا مهمه او بنسټیزه وبلله زیاته يې کړه، یاده غونډه په میاشت کې یو ځل جوړیږي، چې د دولتي نهادونو او بنسټونو لخوا د خپلو ادارو اړتیاوې او وړاندیزونه د پوهنې ریاست همکارو موسسو سره، د مرستې او همکارۍ د جلب په موخه شريکيږي.

د غونډې ګډونوالو د پوهنې رئيس هلې ځلې وستايلې چې غونډه يې په ښه توګه مديريت او رهبري کړه، خپلې ستونزې او ننګونې یې ورسره شریکې کړې او د حل غوښتنه يې وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS