د ننګرهار پوهنې رییس له الايي او نصرت لېسو څخه ليدنه وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۴ - ۱۱:۱۳
دیدار رئیس معارف ننگرهار از لیسه های شهر جلال آباد

د ننګرهار پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، مالي او اداري مرستيال غلام فاروق فضلي د جلال اباد ښار الايې نجونو او نصرت هلکانو له لېسو څخه ليدنه وکړه!

ياده ليدنه په داسې حال کې وشوه چې څلور نيم مياشتنيو ازموينو ته کمې ورځې پاتې دي، نوموړي د تدريسي او اداري چارو له څارنې وروسته د زده‌کوونکو ارزيابي هم وکړه.

مفتي حبيب حقاني د يادو لېسو د لابراتوارونو له څانګو څخه هم ليدنه وکړه او مسوولينو ته يې د چارو د لا ښه سمون په موخه لازمې لارښوونې وکړي.

ياده د وي چې د پوهنې رياست رهبري جلسه هم وشوه او د یاد ریاست د ستونزو پر حل او لارو چارو هر اړخيز بحث وشو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS