په میدان وردګو ولایت کې د دارالایتام زده کوونکو تر منځ د سیرت النبی سیالۍ ترسره شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۱ - ۱۳:۵۵
23

د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار اړوند د امام ابو حنیفه په دارالایتام کې د سیرت النبی سیالیو پایلې اعلان شوي چې د یادو سیالیو موخه د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) له ژوند او شخصيت سره د زده كوونكوو پوره پوهیدل دي. 

د یادې سیالۍ پایلې د علماوو کرامو له خوا وارزول شوی چی په پايله کې د کوټه عشرو د کلي اوسېدونکي فتح الله لومړى مقام خپل کړ او ورته یو موټرسايکل د ډالې په توګه ورکړل شو.
همدارنګه د دوهم او دریم مقام ګټوونکو ته لپ ټاپ کمپیوټرونه څلورم او پنځم مقام ګټونکو ته، یو یو موبایل د ډالې په توګه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د درسي ټولګیو او يو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډي‌میل» سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد. . .

BACK TO NEWS