د پوهنې وزارت ستر سلاکار سرپل ولایت ته لاړ
د پوهنې وزارت د ستر سلاکار مولوي سید غیاث الدین آغا په مشرۍ یو پلاوی سرپل ولایت ته لاړ، ترڅو د دې ولایت د جهادي مدرسې او یتیم خانې د تدریسي او اداري چارو او د زده کوونکو د اوسېدو له ځایونو څخه لیدنه وکړي
نوموړي د جهادي مدرسې له مشرانو، مسوولینو او استادانو سره وکتل، د مدرسې چارې یې مثبتې وارزولې له ټولو مسوولینو څخه یې مننه وکړه او همدا ډول د هغوی ستونزې او نظریات یې واورېدل.
د پوهنې وزارت سلاکار د وړاندې شویو ستونزو او نظریاتو په حل کې ورسره د مرستو ژمنه وکړه.
