له ولایاتو څخه د پوهنې د فعالیتونو لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۱۴:۴۷
بخشی از فعالیت های ریاست های معارف در ولایات

پروان:
د آغاخان موسسې له خوا د پروان ولایت د سرخ پارسا او شیخ علي ولسوالیو د ښوونځیو آمرینو او سرښوونکو ته د ظرفیت لوړونې، مدیریت او رهبرۍ، د مېتودولوژۍ او پلان جوړونې په اړه ۱۵ ورځنی ورکشاپ جوړ شو. د دې ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني په پروان کې د آغاخان موسسې له فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او د دې ادارې له مسوولینو یې وغوښتل چې د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم ورته فعالیتونه ترسره کړي.
هرات:
د هرات ولایت د الجامعه الصدیقه مدرسې څخه په لوړو او منځنیو دورو کې او د قرآن کریم  د حفظ له دورې څخه د ۵۱ تنو قاري صاحبانو د دستاربندۍ مراسم د پوهنې د مسوولینو، علماوو، د مدارسو د ښوونکو او د زده کوونکو د والدینو په ګډون ترسره شول.
 د هرات ولايت د پوهنې ريس په ټولنه کې دعلم پر ارزښت او په ټولنه کې د ديني عالمانو د مقام په باب خبرې وکړې او د قاري صاحبانو فراغت يې د ټولنې لپاره ارزښتناک او ستر وياړ وباله
لوګر:
د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنې د مسوولینو په ګډون یوه غونډه جوړه شوه،  په دې غونډه کې د مسوولینو د اصلاحي وړاندیزونو ترڅنګ د دغه ریاست د عملیاتي پلانونو، تطبیق شویو فعالیتونو او د راتلونکو پلانونو په اړه هم خبرې وشوې.
کندهار:
د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د "تهذیب الطفال" خصوصي ښوونځي د پوهنې د مسوولینو او د زده کوونکو د والدینو په شتون کې د دغه ښوونځي د زده کوونکو ترمنځ علمي او تشویقي سیالي پیل کړه.
ننګرهار:
د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د جاپان هېواد د UMCA موسسې له لوري د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د ۲۸ بابه ښوونځیو پر زده کوونکو یې لاسي کڅوړې او درسي مواد ووېشل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې محترم وزیر لخوا په بامیان ولایت کې د یو باب ښوونخي بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي ا/مارت د پوهنې محترم وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، بامیان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت په پنج‌آب ولسوالۍ کې د یو باب منځني ښوونځي بنسټ ډبره. . .

BACK TO NEWS