له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۲ - ۱۰:۱۶
له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه.

لوګر:
د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال الحاج شیرمحمد ستانکزي او د سیمه ییزو ادارو یو شمېر مسوولینو، علماوو او د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د بېلابېلو څانګو رهبري پلاوي او آمرینو هم حضور درلود. د ۹۵ تنو فارغینو ته چې له وړې او لویې دورې څخه فارغ شوي وو د فضیلت لنګوټې ور په سر شوې.
د کورنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او نورو ګډونوالو په خپلو خبرو کې دغو دیني علماوو ته د فراغت مبارکي وویله او دا یې په ټولنه کې د اسلامي امارت یوه لاسته راوړنه وبلله.
دایکندي:
د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست له خوا د دولسم ټولګیو فارغانو ته د۱۴۰۱ تعلیمي کال د ممتازو فارغانو د درناوي په موخه د پوهنې ریاست د مشرتابه، ښوونکو، د خلکو استازو او زده کوونکو په ګډون غونډه جوړه شوه.
د دغه ولایت د پوهنې رئیس مفتي رحمت الله مدثر په بشري ټولنه کې د پوهنې پر ارزښت خبرې وکړې او له زده کوونکو یې وغوښتل چې د عصري علومو ترڅنګ دیني علومو او تقوا ته لومړیتوب ورکړي.
نیمروز:
د نيمروز ولايت د پوهنې رياست د بدني روزنې او سپورت د عمومي مديريت په مرسته د عبدالرحمن لالا او شهيد ګل محمد په لېسو کې د سولې او دوستۍ تر شعار لاندې د فوټسال سيالۍ د لسو ښوونځيو د زده کوونکو د ورزشي ټيمونو ترمنځ چې دوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې. د دولسم ټولګي د اتلولۍ په ترلاسه کولو سره پای ته ورسیدې.
بلخ:
د شمال زون دارالعلومونو د څلورو مضامینو د احادیثو، اصولو، فقهې او تفسیر شریف د ارزونې کمېټې، چې د بلخ د پوهنې د رئیس مولوي عبدالجلیل شهیدخېل په مشرۍ جوړه شوې وه، خپل کار پای ته ورساوه.
د یو بل خبر له مخې:
 د بلخ ولايت د ديني مدارسو د خامسه، عالیه او علمیه دورو د د نوم ليکنې او ازموينې فورمې د والسوالیو د آمرینو او د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو په مرسته بشپړې او مرکز ته د لېږلو لپاره چمتو شوي دي.
په ورته ډول:
د بلخ د پوهنې ریاست په لارښوونه، د بلخ والسوالۍ د پوهنې آمر زړګی فیضاني د پوهنې وزارت د بلنې او لارښوونې ریاست چاپ شوی کتاب خپلو کارکوونکو او د دغه والسوالۍ مدیرانو او ښوونکو ته د شنبې او چهار شنبې په ورځو کې تدریسوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS