له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۹:۴۶
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

دایکندي

د دايکنډي ولايت د پوهنې رئيس مفتي رحمت الله مدثر او ورسره پلاوي د دغه ولايت له امنيه قوماندان الحاج ملا عبدالحکيم رفيع الله سره وکتل او په دې ولايت کې يې د پوهنې او سواد زده کړې د وضعيت د ښه والي په برخه کې د يادو دوو بنسټونو پر همغږۍ او همکارۍ خبرې وکړې.
 په دې ناسته کې د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو لپاره د سواد زده کړې د ټولګیو پر فعالیتونو هم خبرې وشوې.

میدان وردګ

د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس مولوي ګل ولي متقي د دغه ریاست د یو شمېر کارکوونکو په ګډون د سویډن په هېواد کې د قرآن عظیم الشان د سپکاوي له امله د دغه ولایت د خلکو په اعتراضیه مظاهره کې ګډون کړی و. هغه دا یو ناوړه او غیر انساني عمل وباله او ټینګار یې وکړ چې په اسلام کې د ټولو الهي دینونو حرمت او حیثیت خوندي دی.

سمنګان

د سمنګان ولایت له الشریعة الدبیه دارالعلوم څخه د حدیثو له دورې ۴ تنه او همدارنګه څلور تنه د قرآن کریم حافظان فارغ شول، چې د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي، دیني علمانو او مخورو سپین ږیرو په حضور کې د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې وستایل شول.

بلخ

د مزارشريف د پوهنې آمر مولوي محمد نعيم بلخي او ورسره مل پلاوي په هغه غونډه کې، چې د سيرت النبي سياليو د پايلو د اعلان په مناسبت، چې د (نثار) د اسلامي مرکز له خوا د پنځمې ناحیې په کارته انصاري کې جوړه شوې وه، په دې غونډه کې د پوهنې آمر مولوي محمد نعيم بلخي او ګډونوالو د حضرت محمد ص د سیرت او اخلاقو په ځینو مهمو ځانګړتیاو خبرې وکړې.

له همدې ولایت د یو بل خبر له مخې

د مارمل ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي حبیب الله حمیدي د دیني او عقیدتي درسونو د وړاندې کولو په دوام کې دا ځل حاضرینو ته د فرښتو د پېژندنې او د قرآن عظیم الشان پر عظمت خبرې وکړې. او ټولو ګډونوالو ته یې د دوی د دیني مسوولیتونو په باب معلومات ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۱:۵۸
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او رزونې محترم معین په مشرۍ پلاوي د کابل ښار له ۲ بابه ښوونځیو څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ پلاوي، د ښوونیزو مرکزونو اداري او تدریسي چارو د سمون او کیفیت لوړولو په موخه، د کابل ښار اوومې او درېیمې ښوونیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۹:۱۹
Background image

په ١٤٠٤ لمريز کال کې د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست ۱.۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د میدان وردګ ولایت د پوهنې مسوولينو د څرګندونو له مخې، یاد ریاست تېر لمریز کال د دغه ولایت د ښوونځیو فارغانو ته د ۷۴۷۷ قطعو شهادتنامو د وېش له درکه، په ټولیز ډول یو میلیون، ۴۹۵ زره او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۹:۱۷
Background image

په لغمان ولایت کې د پوهنې اړوند څه د پاسه ۳۶۰۰ متره مربع ځمکه بېرته راوګرځول شوه

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په وطن ګټو لېسې پورې اړوند ۳۶۲۶ متره مربع ځمکه د یاد ولایت پوهنې ریاست له لوري د اشخاصو له غیرقانوني تصرف څخه بېرته واخیستل شوه او د لېسې په نوم ثبت شوه.
. . .

BACK TO NEWS