له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۹:۴۷
له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

د کابل ښار د پوهنې ریاست

د کابل ښار د پوهنې ریس مولوي احسان الله خطاب د ښوونکو د مسلکي ودې له ریس مولوي محمد ابراهیم عمري سره په کتنه کې په دې اداره کې د نویو برنامو د عملي کولو او د تعلیمي څارنې د ریاست د کړنو پر څرنګوالي او په دې برخه کې پر شته ننګونو  خبرې وکړې.
ښاغلي خطاب د هر ډول همکاریو د ژمنې په ترڅ کې د ښوونکو د مسلکي ودې له رئیس څخه وغوښتل چې د دغه پروګرام په عملي کولو کې له ډېر دقت څخه کار واخلي، ترڅو د دې ریاست کارکوونکي زیانمن نه شي.

کابل

د کابل ولایت د چهاراسیاب ولسوالۍ د لالندر او الیاس خیلو کلیو مشرانو او قومي مخورو د دې ولسوالۍ د پوهنې له آمر مولوي شکرالله حیدر سره په لیدنه کې د پوهنې د ښه والي په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له هغه سره شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه. چې ښاغلي حیدر هم له دوی سره د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

د یو بل خبر له مخې

 د OCCD موسسې د چهاراسیاب ولسوالۍ د پوهنې آمریت په مرسته د یادې ولسوالۍ د لکو کلا او خواجه کلا په سیمو کې د سیمه ییزو زده کړو دوه ټولګي جوړ کړل.

له همدې ولایت څخه د نورو خبرونو له مخې

د OCCD موسسې مسوولینو او د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د پوهنې آمریت په یوه کاري او مشورتي ناسته کې د دې ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې د  ۱۴۰۲ کال لپاره د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د ۲۰ بېلابېلو ټولګیو د جوړولو په باب سلا مشورې او پرېکړې وکړې.
فراه
ابرار موسسې د فراه د پوهنې ریاست په مرسته د دغه ولایت په مرکز کې د ۴۷ نارینه او ښځینه ښوونځیو ۳۰۸۳ زده کوونکو ته ښوونیزې بستې ووېشلې.
 د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي اختر محمد زعيم د يادې شوې ادارې له مرستو څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS