له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
نورستان
د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ولسوال مولوي عبیدالله طوفان او د دې ولسوالۍ علماوو، د پوهنې ریاست کورنیو غړو او د خلکو استازو د یوې غونډې په ترڅ کې د دې ولایت د پوهنې له رئیس تاج محمد مطمین او د ښوونې او روزنې په برخه کې د هغه له پلانونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. هغوی د ښوونې او روزنې په برخه کې د پوهنې ریس یې یو ښه مدیر وباله. او زیاته یې کړه: چې د نوموړي په راتګ سره د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي.
د نورستان د پوهنې رئیس د دواب د ولسونو له هرکلي څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د دغه ولایت پوهنې ته به لا زیات خدمتونه وړاندې کړي.
خوست
د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د دورملکي لېسې سر ښوونکي محمدالله محمدي په خپل شخصي لګښت یې ياده لېسه ترميم او رنګ کړه.
د دغې ولسوالۍ د پوهنې آمر روح الله روحاني د دغه ښوونځي د بیارغاونې له چارو څخه د لیدنې پر مهال د دغه سرښوونکي له احساس څخه د ستاینې په ترڅ کې له خلکو په ځانګړې توګه له شتمنو خلکو وغوښتل چې له پوهنې سره مالي او معنوي مرستې وکړي.
کندز
د کندز ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه د پوهنې په برخه کې د مرستندویو او همکارو بنسټونو په حضور کې د یوې سکتوري غونډې په ترڅ کې د کتابتونونو د الکترونیکي کولو، د سپورتي وسایلو د برابرولو، د لیلیې د جوړولو او د ۲۰۲۳ کال د IRC د ښوونیزو پروژو د غځولو په باب د IRC او کوار موسسو له استازو سره خبرې وکړې.
کابل
هغه غونډه، چې د ده سبز ولسوالۍ په تالار کې د کابل د والي شیخ محمد قاسم تر څارنې لاندې جوړه شوې وه، د دې ولسوالۍ د پوهنې آمر او مسوولینو ګډون کړی و. د دې ولسوالۍ مسوولینو د پوهنې شته ستونزې او ننګونې یې ورسره شریکې کړې. او د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه
له بلې خوا د کابل والي د پوهنې په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو په حل کې د مرستو ژمنه وکړه.
په یو بل خبر کې:
د کابل ولایت د قرباغ ولسوالۍ د تعلیمي څارنې آمر حافظ حامدالله ریښتین په دې ولسوالۍ کې د ابرار موسسې له استازي نیازولي احمدزي سره په لیدنه کې د یادې موسسې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ د چارو د انسجام او همغږۍ، د هوکړه لیک د تمدیدو او د راتلونکو پلانونو په باب خبرې وکړې.
