له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۱۴:۵۹
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

پکتیا

پوهنې وزارت د عامې روغتیا وزارت په مرسته د پکتیکا ولایت په ولسوالیو کې د پوهنې آمرینو ته د کولمو د چنجیو او د فولیک اسید ټابلیټونو په باب د پوهاوي یو ورځنی سیمینار جوړ کړ. د دغه ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي له ګډونوالو وغوښتل، چې د دغه پروګرام له محتوا څخه ښه ګټه پورته کړي او د اړوندو ښوونځیو له زده کوونکو او ښوونکو سره یې شریک کړي.

پکتیکا

د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي د خپل کار په دفتر کې د دې ولایت د شورا له رئیس، د مدرسې له بنسټګر او د ولسوالیو له یو شمېر آمرینو سره وکتل او د نوي ښوونیز کال د درسونو د پیل او د زده کوونکو د درسونو د کیفیت په باب یې خبرې وکړې .

کاپیسا

د کاپيسا ولايت د مرکز اړوند په قول بابر سيمه کې د دې ولايت د متدینو شخصیتونو په مالي مرسته د خديجه الکبری مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د کاپيسا ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني د دغه ولايت د خلکو له نېکو احساساتو څخه د مننې په ترڅ کې له هغوى وغوښتل، چې مدارسو ته د خپلو ماشومانو په لېږلو سره د دې ديني بنسټونو په پياوړتيا کې مرسته وکړي.

سرپل

د سرپل د پوهنې ریاست مشرتابه او د اوسلو د دفتر مسوولینو د لس ورځني روزنیز ورکشاپ څخه لیدنه وکړه چې د دغه ولایت د سواد زده کړې د بنسټیزو ټولګیو ۸۳ تنو ښوونکو، ځوانانو او لویانو ته په لاره اچول شوی وو.
 د سرپل ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني د يادې شوې موسسې له مرستو څخه قدرداني وکړه او د دغه ولايت له پوهنې سره يې د دغو مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

هرات

د هرات د پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني د NRS موسسې له مشر جان نيل او د دغه موسسې له مرستيال ناصر پوريا رحيمي سره وکتل. دواړو لورو د پوهنې د وضعیت د ښه والي او د دې ادارې تر کنترول لاندې پروګرامونو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS