د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د ریاست نوی رئیس معرفي شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۶ - ۱۱:۲۰
as

د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د ریاست نوی رئیس مولوي سید محمود هاشمي د یاد وزارت د دفتر د عمومي رئیس عزيز احمد ریان له لورې د نشراتو ریاست کارکوونکو ته رسما معرفي شو.
مولوي سید محمود هاشمي د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالي اوسیدونکی دی، د اسلامي امارت د حاکمیت په تیره دوره کې یې د مسلحانه مبارزې تر څنګ د غور ولايت د ښاروال په توګه دنده اجرا کوله. په تيره شل کلنه دوره کې یې د نظامي جهاد تر څنګ يوولس کاله د بادغیس ولایت د صحت په برخه کې دنده درلوده. د اسلامي امارت د مجاهدينو په لاس د کابل تر فتحې وروسته د کابل ښاروالي د څلورمې ناحیې د رئیس په توګه وټاکل شو. په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت د مشرتابه په وړانديز او د رياست الوزراء د محترم مقام د منظوري په اساس د نشراتو او عامه اړیکو د رئیس په توګه وګمارل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ روضة المدارس منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۶
Background image

په دایکندي کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکندي ولایت شهرستان ولسوالۍ اړوند سرنګاه لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت کېښودل شوه.
یاده ودانۍ به د سیمې د اوسېدونکو په مالي همکارۍ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۴
Background image

په بغلان کې د تقویتي ټولګیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د زده‌کړې بهیر د پیاوړتیا او زده‌کوونکو ته د غوره ښوونيزو فرصتونو برابرولو په موخه، د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۸۵ جبراني ټولګیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې کڅوړې. . .

BACK TO NEWS