د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۵:۱۷
د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ د ګوری مار په کلي کې د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه په دارالعلوم او دارالحفاظ کې د قرآن کریم د حفظ له دورې څخه د ۳۳ تنو نارینو او ۳۳ تنه ښځینو حافظانو د فراغت په مناسبت لویه غونډه جوړه شوه. د پوهنې رياست مشرتابه پلاوي، علماوو، د دولتي ادارو رئيسانو او د يادې ولسوالۍ د ولسونو يوه لويه غونډه جوړه شوې وه.
د بلخ ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهیدخېل او نورو ويناوالو د ټولنې د اصلاح لپاره د ديني علومو پر ارزښت او د فاضلانو د راتلونکي مسووليتونو په باب خبرې وکړې.

د بلخ ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخیل د یونیسف او همدا شان د واش موسسې له مشر ښاغلي شامي او ورسره راغلي پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي شامي د بلخ ولایت د ۳۰ ښوونځیو د بیارغاونې او د دغه ولایت ښوونکو ته د حفظ الصحې د سیمینارونو د جوړیدو په باب معلومات ورکړل او د هغوی د راتلونکو فعالیتونو په باب یې د پوهنې ریاست د مرستو غوښتنه وکړه.

د پوهنې وزارت له سپارښتنې سره سم د بلخ ولایت د استقلال او ګوهر خاتون په ښوونځیو کې د څه باندې ۳۰۰ ښوونځیو د زده کوونکو د لوړاوي ازموینه پیل شوه.
 د بلخ ولايت د پوهنې رييس مولوي عبدالجليل شهيدخېل د مسوولينو له اغيزمنو فعاليتونو څخه د مننې په ترڅ کې د دغه بهير په شفافيت ټينګار وکړ .
 
د مارمل ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي حبیب الله حمیدي د حسن بن علي (رض) د دارالحفاظ د زده کوونکو له تدریسي بهیر څخه څارنه وکړه او د دارالحفاظ د تدریس چارې یې مثبتې وارزولې.

د قرآن کریم د پنځو حافظانو د فراغت په مناسبت غونډه د شورتپې ولسوالۍ د امام ابوحنیفه (رح) په مدرسه کې د دغې ولسوالۍ د پوهنې د آمر او ګڼ شمېر علماوو او د سیمې د خلکو په ګډون جوړه شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS