د بدیلو زده کړو پلان ترتیب او نهایي شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۴:۹
طرح تعلیمات بدیل ترتیب و نهایی شد

د هېواد د بچیانو لپاره په ځانګړي ډول په بېړنیو او ناڅاپي حالاتو کې د متوازنو ښوونیزو او پوهنیزو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ښوونکو د مسلکي پراختیا د عمومي ریاست تر چتر لاندې د بدیلو زده کړو ریاست د وړاندیز پر اساس، د پوهنې وزارت مشرتابه او د نصاب او مسلکي ودې د عمومي رئیس مولوي اول ګل ایوبي او د بدیلو زده کړو د رئیس مولوي شمس الرحمن حماس په مشرۍ یوه کمېټه جوړه شوه او دنده یې ورته وسپارله چې د بدیلو زده کړو په بېلابېلو  اغېزمنو لارو چارو او ابعادو یې غور وکړي او د معاصرې تکنالوژۍ او ښوونیزو ستراتیژیو څخه په ګټې اخیستنې د بدیلو زده کړو په جوړولو کې زیار وباسي.
ټاکل شوې کمیټې د غیر حاضري زده کړې په اړه له ډېرو غونډو او هر اړخیزو بحثونو څخه وروسته د دې بدیلو زده کړو پلان ترتیب کړی دی.
په پام کې ده چې د پوهنې وزارت د مشرتابه له منظورۍ څخه وروسته یاد پلان د تصویب لپاره د  ا.ا.ا لوړ مقام ته وړاندې شي، چې وروسته به په آنلاین ډول د دې پلان چارې عملي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS