د لوګر ولایت د پوهنې له ریاست سره بیا ځلې د درسي توکو مرسته وشوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۴:۴۹
د لوګر ولایت د پوهنې له ریاست سره بیا ځلې د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر  ولایت د پوهنې له ریاست سره ۷۰ زره  امریکایي ډالرو په ارزښت د ۸۰۰ اته سوه  بستو درسي توکو مرسته وشوه.  
یاده مرسته د یونیسف مؤسسې له لورې د لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې له  ۱۶ زرو زده کوونکو سره شوې ده، چې لس قلمه بېلا بېل درسي توکي په کې شامل دي، ډېر ژر به د مرکز او ولسوالیو پر زده کوونکو ووېشل شي.  
د لوګر ولایت د پوهنې رئیس، ښاغلی  مولوي جنت ګل عزیز د زده کوونکو لپاره دا ډول مرستې اړینې او ګټورې وبللې او د یادې مؤسسې څخه یې دوام غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې: یونیسف مؤسسې تېره پنجشنبه هم د لوګر ولایت د پوهنې ریاست سره د ۲۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۲۷۱ بستو درسي توکو مرسته کړې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS