له میدان وردګ ولایت څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۱:۲۳
له میدان وردګ ولایت څخه د پوهنې خبرونه

 د میدان وردګو ولایت له سیدآباد لېسې څخه فارغ شويو زده کوونکو، په دې وروستیو کې د دې لیسې ادارې ته۱۵۰ دانې درې کسیزه څوکۍ او میزونه ډالۍ کړل.
د يو بل خبر له مخې؛ د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت د نرخ ولسوالۍ د پوهنې آمریت له اداري چارو څخه څارنه وکړه.
په یو بل خبر کې؛ د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس او ورسره مل پلاوي د دې ولایت د نرخ ولسوالۍ د شهید ناصر عالي لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
نوموړي د دې لېسې له ښوونکو سره په جلا جلا توګه وکتل او د هغوی وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدې.
یو بل خبر هم په ډاګه کوي؛ د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د دستګیر خان وردګ معارف دوسته کورنۍ په خپل شخصي لګښت د ګل احمد خان عالي لېسې د اوبو رسولو سیستم د فعالولو لپاره د۸۶ زره او  ۲۰۰ سوه افغانۍ مرسته وکړه.
 د ښوونځي مسئولینو او د يادې ولسوالۍ خلکو د دې کورنۍ له مرستې څخه مننه او ستاينه وکړه.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS