د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو تر منځ د څېړنیزو همکاریو په موخه غونډه ترسره شوه 

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۰:۷
۱۲۳

د پوهنې وزارت او لوړو زده کړو وزارتونو د څېړنې او تألیف او ترجمې ریاستونو تر منځ د څېړنیزو، ښوونې او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا په موخه غونډه ترسره شوه. 
په غونډه کې د پوهنې وزارت د څېړنو ریاست رئیس ښاغلي ډاکټر محمد عمر دورانزی او د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ترجمې رئیس ښاغلي ډاکټر حمید الله مزمل ګډون کړی وو په پیل کې ښاغلي دورانزي د موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو تر منځ د څېړنیزو همکاریو هوکړه لیک چمتو کولو ته اړینه اړتیا لیدل کېږي، ترڅو د دواړو لوریو همکاریو ته پابند پاتې شو او هوکړه لیک لاسلیک کړل شي.
وروسته ښاغلي ډاکتر حمید الله مزمل د ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس د جوړولو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: د لوړو زده کړو وزارت د یاد کنفرانس د جوړولو په هکله پوره چمتو والی لري او د پوهنې وزارت دې هم په دې اړوند خپلې پوښتنې او نظریات له دې وزارت سره شریک کړي.
د غونډې په پای کې یادونه وشوه که چېرې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه خپلو ګډو او شریکو موخو ته پاملرنه وکړي نو شته ستونزې به هوارې او په هېواد کې به یو ښه او پرمختللی پوهنیز نظام رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS