ډاکټر بلخي د خصوصي زده کړو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۹ - ۱۵:۱۰
moe

پوهنې وزارت - کابل: د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي د کابل ښار د خصوصي ښونځیو د ټولنې له یو شمیرغړیو سره په لیدنه کې د اقتصادي اړخ په پام که نه نیولو سره د خصوصي زده کړو پر ودې او پرمختګ ټینګار وکړ
په دې لیدنه کې چې د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې تر سره شوه، د پوهنې سرپرست وزیر خصوصي زده کړي یوه اړتیا وبلله او خصوصي ښوونیز مرکزونه یې د پوهنې وزارت د وجود یوه مهمه برخه یاده کړه.
ډاکټر بلخي زیاته کړه، چې نه باید اقتصادي لید پر خصوصي زده کړو حاکم شي، ځکه اقتصادي لید د پوهنې اصلي رسالت ته چې ښوونه او روزنه ده، زیان اړوي.
د کابل ښار د خصوصی ښوونځيو د ټولنې استازو په دې لیدنه کې د پوهنې له سرپرست وزیر سره د خصوصي زده کړو پر واړندې شته ستونزې او مشکلات هم شریک کړل.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS